خانهنړۍټرمپ وایي، ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري

ټرمپ وایي، ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ټینګار کړی چې تهران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري، او دا یې د واشنګټن یو ستر هدف بللی دی. 

ټرمپ ویلي چې تهران ښایي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن داسې هوکړه غواړي چې امکان ولري، د تهران لپاره د منلو نه وي. 

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې که ایران اټومي وسلو ته لاسرسی غواړي، نو دا به ډېر وخت ته اړتیا ولري.

ټرمپ تر دې مخکې هم په دا ډول خبرو ټینګار کړی، او خبرداری یې ورکړی چې که د واشنګټن غوښتنې ونه منل شي، پر ایران به پراخ بریدونه پيل شي.  

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ عمان ته خبرداری ورکړی و چې که له ایران سره د هرمز تنګي پر سر ناوړه هوکړه وکړي، له سختو هوایي بریدونو سره به مخ شي. 

ټرمپ ویلي چې عمان نباید له ایران سره د هرمز تنګي پر سر د امریکا د خوښې خلاف مذاکرات ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي پر سر بحثونه پیل شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه