Saturday Sep 22, 2018

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته پای ته رسیدلې

نوشته شده توسط khaama - Mon Jun 13 2016, 3:45 am

Afghan-border-forces

افغانستان له ختيځ څخه راپورونه وايي چی په تورخم دروازه کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د تېرې شپې نښته  اوس پای ته رسیدلې ده.

 د۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال ايوب حسين خيل وایی، نښته هغه مهال رامنځته شو کله چی پاکستاني پوځ غوښتل د افغانستان په خاوره کې دننه تاسيسات جوړ کړي.

حسین خیل زیاتوی چی په دې نښته کې چې د څو ساعتونو لپاره يې دوام وکړ د سرحدي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی او پینځه تنه نور زخميان شوي.

نوموړی وايي ممکن په دې نښته کې پاکستاني لوري ته هم تلفات اوښتي وي خو په خبره يې دوی سره کره معلومات نشته.

په همدې تړاو د افغانستان ملي امنيت ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغې ادارې سلاکار محمد حنيف اتمر په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو تحرکات څارلي او “ټولو امنيتي ځواکونو ته يې امر کړی چې د خپلې خاورې د دفاع او ساتنې لپاره د دښمن او د ملاتړ و پر وړاندې يې پوره چمتو وي”.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. خپل امنیتي ځواکونو باندې ویاړو
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید