د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ، چې که عمان د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو هڅې بندې کړي نو دغه هېواد به بمبار کړي.
ټرمپ نن(دوشنبه، د زمري ۲۶مه) فاکس نیوز ته وویل: “که عمان خنډ شي، موږ به یې ډېر، ډېر سخت بمبار کړو.”
ایران تېره اوونۍ وویل چې د ستراتیژیکې اوبو لارې د بیا پرانیستلو په اړه له عمان سره په خبرو اترو بوخت دی.
ټرمپ دا هم وویل چې د هغه ادارې د ایران د سپاه پاسدارانو سره د اړیکو یو پټ، غیر مستقیم چینل پرانیستی دی، خو زیاته یې کړه چې هغه د شخړې د پای ته رسولو لپاره بیړه نه لري.
د فاکس نیوز په وینا، ټرمپ د سپاه پاسداران په اړه وویل: “دوی ښه قماربازان دي، خو د مړه کېدو په حال کې دي. زه مهال ویش نه لرم. زه په بیړه کې نه یم.”


