په بدخشان کې سرچینې وایي چې د زابل پخوانی مرستیال والي، جمعه خان فاتح نن ورځ په بدخشان کې د ا.ا ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
د اسلامي امارت اړوند رسنیو د ځایي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د فاتح جنګیالي پرون د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شوی او نوموړي نن خپله وسله پر ځمکه اېښې او تسلیم شوی دی.
د راپورونو له مخې چې د اسلامي امارت ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې په بدخشان کې د جمعه خان فاتح د نیولو لپاره عملیات پیل کړي وو.
ځینو ځایي سرچینو ویلي چې جمعه خان فاتح له تېرو څو میاشتو راهیسې په بدخشان کې د اسلامي امارت ځواکونو پر وړاندې وسله پورته کړې وه، خو له څو ورځې وروسته بیا کابل ته راغی او د رسنیو پر وړاندې یې له اسلامي امارت سره اختلافات رد کړل.
د سرچینو په وینا چې له کابل څخه بدخشان ته له تګ وروسته جمعه خان فاتح یو وار بیا وسله پورته کړه او د اسلامي امارت د ځینو قطعاتو پر وړاندې یې وسلهوال بریدونه پیل کړل.
د اسلامي امارت ځینو سرچینو تایید کړې چې له اسلامي امارت سره یې اختلافات شته او د هغه د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.


