خانهنړۍاردوغان: د مکې تړون لاسلیک‌کوونکي هېوادونه به د برید پرمهال ګډ غبرګون...

اردوغان: د مکې تړون لاسلیک‌کوونکي هېوادونه به د برید پرمهال ګډ غبرګون ښيي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان وایي د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د مکې تړون ځینې برخې د ناټو پنځمې مادې له مفهوم سره ورته بللې دي.

اردوغان ویلي چې د مکې تړون لاسلیک‌کوونکي هېوادونه به د برید پرمهال ګډ غبرګون ښيي، او یاد تړون د متقابلې دفاع اصل په ځینو برخو کې د ناټو پنځمې مادې له مفهوم سره ورته‌والی لري.

د ترکیې ولسمشر همداراز ویلي چې د مکې تړون له مخې که د ترکیې، عربستان او پاکستان پر وړاندې برید یا امنیتي ستونزه رامنځته شي، درې واړه هېوادونه به ګډ اقدامات وکولای شي.

اردوغان همداراز ټینګار کړی چې د تړون موخه دا ده چې د دریو هېوادونو پر یوه هېواد د برید په صورت کې به ګډ دفاعي غبرګون رامنځته کېږي.

د مکې تړون د دریو هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ څو ورځې مخکې لاسلیک شو او د دغو هېوادونو مشرانو دا تړون په خپلو منځونو کې ګټور وباله. 

دا تړون داسې مهال لاسلیک کېږي چې په سیمه کې د امریکا له لوري رامنځته شوې جګړې ترینګلتیاوې زیاتې کړې دي او د ایران – امریکا ترمنځ کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه