د عامې روغتیا وزارت وایي چې نن په ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند، ډاکتر شرافت زمان امرخېل وایي چې دا کمپاین د یادو ولایتونو اړوند په ۳۹ ولسوالیو کې پیل شوی چې پرمهال به یې ۲ میلیون ۵۸۱ زره ۷۳۷ ماشومان واکسین شي.
د دغه کمپاین موخه د پولیو ناروغۍ د وروستیو مثبتو پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د ویروس د لا خپرېدو مخینوی دی.
د امرخیل په وینا چې د دغه کمپاین په لړ کې به د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې له زېږون تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو واکسین (OPV) او له ۴ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV) ورکړل شي.
بلخوا عامې روغتیا وزارت مسوولینو بار بار له هېوادوالو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته واکسین کړي.
د یادولو ده چې روان کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د پولیو نوې پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان دوه هغه یوازیني هېوادونه چې لا هم پکې د پولیو مثبتې پېښې ثبتېږي.


