خانهافغانستانله جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد لاریون شوی

له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد لاریون شوی

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ غړو له لوري د جرمني په برلین کې لاریون کړی او له دغه هېواد څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غندلې ده.

لاریونوالو د جرمني له حکومت څخه غوښتي چې د افغانانو د ایستلو پر پرېکړې له سره غور وکړي.

دوی همداراز د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د هغوی د پناه غوښتنې او استوګنې قضیې باید د بشري حقونو او قانوني اصولو په پام کې نیولو سره وارزول شي.

په دې وروستیو کې له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه بحثونه زیات شوي دي او دا پرېکړه په ډېرو مواردو کې د یو شمېر بنسټونو له لوري غندل شوې ده. 

جرمني یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې پکې د افغان کډوالو له لوري د ډزو پېښې زیاتې شوې چې له امله یې د دغه هېواد حکومت افغان کډوال ایستلي هم دي.  

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د جرمني په ګډون له یو شمېر هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه