بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې په بلجیم کې کارګرو د شاوخوا ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د «سرو زرو» زېرمه موندلې ده.
د فاکسنیوز د خبر له مخې چې دا سره زره په بلجیم کې د فاضله اوبو د یوې پروژې کارګرو د څښاک یوې پخوانۍ فابریکې د دېوال تر شا موندلي دي چې سکې او د سرو زرو خښتې پکې شاملې دي.
ویل کېږي چې دا سره زر له موندلکېدو وروسته پولیسو ترلاسه کړي او دولتي زېرمتون ته یې لېږدولې ده.
په راپور کې د پولیسو په حواله ویل شوي چې که د دغو سرو زرو مالک پیدا شي، نو د یاد هېواد د قانون له مخې به ور وسپارل شي.
د پولیسو په وینا چې دوی اوسمهال دا سره زر خوندي ساتلي، او تر پنځو کلونو پورې اصلي مالک ته سپارل کېدای شي، خو ټینګار کوي چې له پنځو کلونو وروسته یې د مالکیت ادعا نه صحیح کېږي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر هېوادونو کې د سرو زرو دا ډول زېرمې موندل شوې چې بیا دولت ته سپارل شوې دي.


