په پاکستان کې د ملګرو ملتونو استازو ویلي چې تازه یې د بشري مرستو ۷۲۴ لارۍ موټرو له تورخم څخه د تېرېدو اجازه ترلاسه کړې، او افغانستان ته دننه شوې دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږيکوونکي «محمد یحیی» ویلي چې پاکستان هغه سلګونه لارۍ افغانستان ته پرېښې دي چې د ملګرو ملتونو بشري مرستې پکې بار وې.
نوموړي ویلي چې دا مرستې به افغانستان کې پر بېوزلو کسانو ووېشل شي.
بلخوا اسلامي امارت د تورخم له لارې افغانستان ته د دغو لارۍ موټرو د راتګ په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر ډول سوداګریزو لارو پر تړلکېدو ډېر میاشتې ووتې او لا هم هر ډول لارې تړلې دي. خو څه موده مخکې هم د تورخم له لارې د بشري مرستو موټرو ته اجازه ورکړل شوې وه.
د یادولو ده چې وړمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان ځینو سوداګرو د تورخم لارې د پرانیستلکېدو لپاره ګډه ناسته کړې وه.
بلخوا یو شمېر عام هېوادوال او سوداګر بیا له اسلامي امارت غواړي چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه لارې تړلې وساتي.


