بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې په زیمبابوې کې د یوې مسافروړونکې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۸ کسان مړه او یو شمېر نور لا درکه شوي دي.
په راپورونو کې د دغه هېواد چارواکو په حواله ویل شوي چې په دې کښتۍ کې له ټاکلي ظرفیت زیات کسان بار شوي وو چې په مړو شویو کې ۱۸ ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په وینا چې له دې پېښې وروسته د لادرکه شویو کسانو د موندلو او ژغورنې عملیات پیل شوي او اټکل شوی چې ښايي د مړو شمېر لا پسې ډېر شي.
د راپورونو له مخې چې دا کښتۍ د زیمبابوې په «کاریبا جهیل» کې ډوبه شوې ده. دا هغه ځای چې تر دې مخکې هم په د بېړیو د ډوبېدو لسګونه پېښې شوې او ډېرو کسانو پکې ژوند بایللی دی.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په نړۍ کې د کښتیو ډوبېدو پېښې زیاتې شوې چې له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.
دا ډول پېښې تر ډېره د کډوالو د لېږد پرمهال کېږي، او په نږدې ټوله نړۍ کې زیاتې شوې دي.


