خانهنړۍاندونیزیا کې د ریښتر په کچه د ۷.۷ درجې زلزلې پنځه کسان...

اندونیزیا کې د ریښتر په کچه د ۷.۷ درجې زلزلې پنځه کسان مړه کړل

اندونیزیا چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه د ۷.۷ درجې زلزلې له امله پنځه کسان د خوب په حالت کې د ودانیو نړېدو له امله مړه، او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د زلزلې له امله د سونامي خبرداری ورکړل شو.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه زلزله نن سهار (شنبه، د زمري ۲۴مه) د اندونیزیا په ختیځو اوبو کې رامنځته شوې چې له امله او د «ناګکیو» سیمې شاوخوا دوه زره اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي.

د اندونیزیا د هواپېژندنې او جیوفزیک ادارې (BMKG) ویلي چې لومړۍ زلزله پر ځايي وخت سهار هنږدې پنځه بجې وشوه او ژوروالی یې د ځمکې لاندې ۱۵ کیلومترۍ ثبت شوی دی.

راپورونه ښيي چې د ختیځې او لوېدیځې نوسا تِنګارا او همداراز د سویلي سولاوېسي په ځینو برخو کې سختې زلزلې احساس شوې او په ځینو سیمو کې یې شاوخوا یوه دقیقه دوام کړی، همداراز یو شمېر کورونه، ګودامونه او دولتي تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه