د پکتيا د زندان ريس ویلي، چې ۵۳ بنديان د زمري ۲۴مې په مناسبت د سترې محکمې د حکم په اساس ازاد او د ځينو نورو لپاره د بند موده کمه شوې ده.
د پکتيا د زندان ريس قاري عبدالغني عادل ویلي، چې دغه بنديان په بېلابېلو جرمونو تورن وو چې وروسته د محاکمو لخوا په بند محکوم شوي وو.
د ياد شمېر زندانيانو د خلاصون په مراسمو کې د زندانونو چارو پاليسي او مسلکي چارو معين محمد بلال فاتح له زندانيانو څخه وغوښتل چې ټول شرعي احکام دې په ځان تطبيق کړي.
نوموړي له ازاديدونکو زندانيانو څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې له جرمونو لاس واخلي او په خبره يې که کوم کس په دويم ځل په جرم ککړ شي بيا به يې راتلونکي کې محکمې هېڅ ډول بند موده کمه نشي او نه به د عفوي کوم حکم کې يې نوم راشي.
باید وویل شي چې د کاپیسا قضایي چارواکو تېره ورځ پنجشنبه هم د زمري د ۲۴مې په مناسبت د ۳۵ بندیانو د خوشې کولو او د ۱۴ نورو د بند د مودې د کمولو اعلان کړی دی.
د زمري ۲۴مه د ا.ا په رسمي تقویم کې د “یوم الفتح” په نوم نمانځل کیږي. په دې وروستیو کلونو کې، د دې ورځې په مناسبت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو بندیانو د بند په موده کې بښنه یا کمښت اعلان شوي دي.


