ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سویل کې د هرمزګان ولایت په «رودان» ولسوالۍ کې د افغان کډوالو د لېږدونکي موټر د چپهکېدو له امله یو کس مړ شوی او ۱۷ نور ټپیان دي.
د ایرنا خبري اژانس د سیمهییزو چارواکو له قوله ویلي، چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، د زمري ۲۲مه) رامنځته شوه. او د پیښې لامل لا هم نامعلوم دی.
د رسنیو د راپور له مخې، د هرمزګان د بیړنیو چارو د څانګې ریس یاسر خوانچهمهر وویل چې د رودان او میناب په څلور لارې کې د نیسان وانت چپه شو، چې له امله یې یو کس مړ شو او ۱۷ نور ټپیان شول.
د پیښې ټپیان د اوو امبولانسونو په واسطه د امام علي رودان روغتون او ابوالفضل میناب روغتون ته لیږدول شوي دي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم په ایران کې څو ځلي د افغانانو موټر چپه شوی وو چې له امله یې ګڼ شمېر کسان مړه شوي وو.


