خانهافغانستان"د ۲۰۲۳ کال راهیسې له ۶ میلیون ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو...

“د ۲۰۲۳ کال راهیسې له ۶ میلیون ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي”

د ناروې کډوالو شورا (NRC) یو وار بیا افغانستان له اقتصادي او اقلیمي کړکېچ سره مخ بللی او اندېښنه یې څرګنده کړې چې د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان له خلکو لاس اخیستی دی. 

د دې شورا رییس «یان ایګلند» ویلي چې له افغانستان سره د بشري مرستو کمښت په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د مرستې‌رسوونکو بنسټونو فعالیتونه کم‌رنګه کړي دي.  

نوموړي همداراز له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل‌کېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې له ۶ میلیون ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي. 

د ناروې کډوالو شورا رییس له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو بې‌سارې راستنېدل د اقتصادي بحران لامل بللی، ځکه په وینا یې چې په راستنو شویو کې ۷۳ سلنه خلک بې‌روزګاره دي.

د ناروې کډوالو شورا رییس همداراز ویلي چې د ناټو غړو هېوادونو له افغانستان سره خپلې ژمنې بې‌عمله پرېښې او د افغانستان خلکو ته یې شا کړې ده.

د هغه په وینا چې په روان کال کې د افغانستان اړمنو ته د لاسنیوي لپاره یوازې ۲۶ سلنه بودیجه ځانګړې شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه