خانهنړۍکولمبیا کې د شدیدې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۱۰ کسانو...

کولمبیا کې د شدیدې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۱۰ کسانو ته رسېدلی 

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې په کولمبیا کې د پرونۍ ۷٫۴ درجې شدیدې زلزلې له امله ۱۱ کسان مړه او نږدې ۹۰ نور ټپيان شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا زلزله پرون (دوشنبه) سهار مهال وشوه چې له امله یې د کولمبیا په ګڼو ښارونو کې د سر او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

په راپورونو کې راغلي چې د دې شدیدې زلزلې له امله له ۶۰ ډېرې ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او نږدې ۲ زره نورې زیانمنې شوې دي.

بلخوا د کولمبیا چارواکو ویلي چې لا هم د نړېدلو ودانیو تر خاورې لاندې خلک بند پاتې دي، او ښايي مرګ‌ژوبله لوړه شي. 

د زلزلې پېژندنې نړیوال انسټیټوټ دا زلزله د کولمبیا په تاریخ کې تر ټولو شدیده زلزله ثبت کړې، او د دغه هېواد چارواکو هلته بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ویل کېږي چې له زلزلې وروسته د ژغورنې عملیات پیل شوي، او تر خاورو لاندې کسان را ایستل کېږي. 

د یادولو ده چې په کولمبیا کې تر دې مخکې هم ورته خونړۍ زلزلې ثبت شوې، خو دا زلزله د نورو هغو په پرتله تر ټولو شدیده بلل شوې ده. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه