د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په تور غونډۍ کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره خبرې وکړې.
ملا عبدالغني برادر اخوند نن(دوشنبه، د اګسټ ۱۰مه) په هرات کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ شریکولو په موخه ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه، چې په هرات کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تمه ده چې پاتې چارې به یې په ټاکلي وخت بشپړې شي.
ملا برادر د ترکمنستان له ملي رهبر وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګازو د قیمت په اړه هوکړې ته ورسېږي او د قیمت ټاکلو فارمول داسې تعدیل شي، چې د ګازو په قیمت کې د اروپايي بازارونو د شدیدو بدلونونو له اغېزو څخه مخنیوی وشي.
نوموړي په هرات کې د ګازو د وېش او مصرف لپاره د شبکې په جوړولو کې له ترکمن لوري د همکارۍ، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون د رامنځته کېدو او په دې پروژه کې لا زیاتو افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
ملا برادر له ترکمن لوري وغوښتل چې په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ لویو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.
ورپسې د ترکمنستان ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف د ترکمنستان رهبر وویل، په ټاپ پروژه کې یوشمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
محمدوف زیاته کړه، عشق اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو لپاره پر مشترکو هڅو ټینګار وکړ.
په پای کې دواړو لورو د ټاپي ترڅنګ د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او تطبیق په موخه د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه، څو د یادو پروژو کارونه په ښه ډول پرمخ ولاړ شي.


