خانهافغانستاند سرحدونو وزیر په مشرۍ یو پلاوی د یفتل پېښې د څیړنې...

د سرحدونو وزیر په مشرۍ یو پلاوی د یفتل پېښې د څیړنې لپاره بدخشان ته سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ریس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په هدایت د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته سفر کړی دی. په دغه پلاوي کې د داخله وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت‌الله نجیب او د دفاع وزارت لوژستیکي مرستیال مولوي محمدعلي جان احمد هم ورسره دي.

د بدخشان د یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځایي خلکو او ا.ا تر منځ شخړه رامنځته شوې وه، چې پکې یو څو تنو نظامي او ملکي خلګو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه، د همدې شخړې د څېړنې او بررسي په موخه یاد هیات د بدخشان له فیض‌اباد څخه د هلمند د والي مولوي امان الدین منصور په ملتیا د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر تر سره کړ.

ښاغلي نوري او مل پلاوي د یادې سیمې له ځایي علماوو او سپین ږیرو سره د فاتحې او کتنې پر مهال وویل: «د ا.ا په لیکو کې تبعیض، قوم پرستي، سمت پرستي او نژاد پرستي ځای نه لري، د بدخشان او نیمروز خلک په یوه تله تلي.»

 نوري زیاته کړه، «موږ د بدخشان خلکو ته د یوه مجاهد او دین پروره ملت په سترګه ګورو، یاد هیات خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دې قضیې تر څېړلو وروسته به مجرمین د قانون منګلو ته سپارل کېږي.»

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه