بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د سعودي عربستان په پلازمېنه، ریاض کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا اورلګېدنه په موسا صنیعه صنعتي سیمه کې د فرنیچرو په یوه کارخونه کې شوې او مړه شوي ټول بنګلهدېشي کارکوونکي دي.
په ورته مهال د بنګلهدېش سفارت ویلي چې له سعودي چارواکو سره په همغږۍ یې د پېښې د قربانیانو د جسدونو د انتقال چارې پیل کړې دي.
بلخوا د بنګلهدېش حکومت له اړوندو ادارو غوښتي چې د قربانیانو د جسدونو د انتقال بهیر چټک کړي او د مړو شویو کارکوونکو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي. تر اوسه د دې اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا مهال په سعودي عربستان کې میلیونونه بنګلهدېشي خلک په کار بوخت دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اورلګېدنې پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې په ډېرو مواردو کې د پراخې مرګژوبلې لامل هم کېږي.
سعودي عربستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اورلګېدنې زیاتې پېښې پکې رامنځته کېږي او وخت ناوخت د دغه هېواد وګړو ته مرګژوبله اړولي.


