خانهافغانستانوردګ ولایت کې د ۱۳۴ کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول...

وردګ ولایت کې د ۱۳۴ کیلوګرام نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې 

د ا.ا کورنیو چارو وزارت د هغه ۱۳۴ کیلوګرام نشه‌يي توکو له ترلاسه‌کېدو خبر ورکړی چې له بدخشان څخه هلمند ولایت ته قاچاق کېدل. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي د څلورو کسانو له لوري په یو موټر کې ځای پرځای شوي وو او په میدان‌وردګ ولایت کې د پلټنې پرمهال نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په دې تړاو نیول‌شوي څلور کسان به ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

له تېرو څو میاشتو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو په تړاو سلګونه کسان نیول شوي او زرګونه کیلوګرام بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي. 

بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په هېواد کې د نشه‌يي توکو د هر ډول کاروبار پر وړاندې به جدي مبارزه کېږي، او هېچا ته به په دې برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه