د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان وايي چې له امریکا سره د جګړې پرمهال افغانستان په خپل سرحد کې ایران ته د وسلهوالو ډلو د ننوتلو مخه نیولې او د ایران پر وړاندې د هر ډول احتمالي ګواښ په مخنیوي کې یې همکاري کړې ده.
پزشکیان دا څرګندونې په یوه غونډه کې کړې او د افغانستان ترڅنګ د «پاکستان» او یو شمېر نورو هېوادونو نومونه یاد کړي چې د جګړې پرمهال یې د وسلهوالو ډلو د مخنیوي په برخه کې له تهران سره همکاري کړې ده.
نوموړي ویلي چې د افغانستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو حکومتونو سرحدونو ته ځواکونه استولي او پر ایران د هر ډول احتمالي برید مخه یې نیولې ده.
“دا عادي خبره نه وه، چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه له موږ سره ودرېدل او پر ایران یې د امریکا – اسرائیل بریدونه مستقیماً وغندل”
د ایران ولسمشر ویلي چې افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، روسیه او عراق له تهران سره په دې برخه کې «رغنده» همکاري کړې ده.
مسعود پزشکیان څو ورځې مخکې هم د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویلي وو چې دا مهال یې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پراخه شوې او د سوداګرۍ کچه یې هم لوړه شوې ده.


