خانهافغانستاند افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵۰ اوره لوبلړۍ درېیمه لوبه نن...

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵۰ اوره لوبلړۍ درېیمه لوبه نن کېږي 

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو درېیمه لوبه به نن (دوشنبه) له غرمې وروسته پیل شي.  

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت ماسپښین ۲ بجې ۱۵ دقیقې د ایرلنډ په «بیلفاسټ» لوبغالي کې سره مخامخ شي. 

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د پرله‌پسې باراني ورښت له امله بې‌پایلې اعلان شوې وه، او د دویمې لوبې پرمهال افغان لوبډلې مقابلې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه.  

په ورته مهال یو شمېر کرکټ‌پوهانو ویلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري او په لوړې سلنې اټکل کېدای چې نننۍ لوبه به هم د افغان لوبډلې په بریا پایته رسېږي. 

خو بلخوا د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کاروونکو بیا د ایرلنډ لوبغالي د توپوهنې لپاره خورا مناسب نه دي بللي او اندېښنه یې ښودلې چې که افغان لوبډله دوامداره توپوهنه ونه‌شي کولی، د تېرې لوبې غوندې به ټولې وېکټې ژر ژر له لاسه ورکړي چې بیا نو د لوبې د بایللو امکان زیاتېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه