خانه نړۍ د سپاه‌‌پاسداران پخوانی قوماندان د ایران ملي امنیت شورا منشي ټاکل شوی 

د سپاه‌‌پاسداران پخوانی قوماندان د ایران ملي امنیت شورا منشي ټاکل شوی 

0
197

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سپاه‌پاسداران پخوانی قوماندان، محسن رضايي د ملي امنیت عالي شورا منشي ټاکل شوی دی. 

د راپورونو له مخې چې دا ټاکنه د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌يي له لوري شوې او محسن رضايي به د دې دندې پرمهال د مذهبي مشر د استازي رول هم ولوبوي.

ایراني رسنیو لیکلي چې محسن رضايي پوځي قوماندان تېر شوی او تر نوموړي مخکې د ایران ملي امنیت شورا منشي «محمد باقر ذوالقدر» او تر هغه مخکې «علي‌ لاریجاني» و. 

علي لاریجاني د ایران یو له مشهور سیاستمدارانو څخه و چې د امریکا – اسرائیل په برید کې یې ژوند وبایلود.

دا ټاکنې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا پرځای دی او هره شېبه د یو بل پر تاسیساتو بریدونو ته لار ګوري. 

بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې اوسمهال له ایران سره خبرې روانې دي او هیلې شته چې دا جګړه به ژر پایته ورسېږي.

خو هاخوا بیا ایراني چارواکو ټینګار کړی چې تر دې دمه د واشنګټن او تهران ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نه دي پیل شوي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید