خانهافغانستانلویه پکتیا کې څه باندې ۱۰۰ کلنه دښمني پایته رسول شوې 

لویه پکتیا کې څه باندې ۱۰۰ کلنه دښمني پایته رسول شوې 

کورنیو چارو وزارت وایي چې د پکتیکا ولایت «ګیان» او خوست ولایت «سپېرې» ولسوالیو د دوو قومونو ترمنځ څه باندې ۱۰۰ کلنه دښمني پایته رسول شوې ده. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا دښمني د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني په منځګړیتوب پایته رسول شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې د دې شخړې پرمهال یې له دواړو خواوو سلګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي وو.

سرچینې لیکلي چې د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر د دې روغې لپاره د دولتي مقام په حيث نه، بلکې د ولسي او قومي مشر په توګه د دغو قومونو منځګړیتوب کړی و. 

کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د دې اوږدمهاله دښمنۍ د هراړخيز حل او «مدعی بها» سیمې د کتلو او ارزولو لپاره یوې ټاکل‌شوې کمېټې دا معضله له شرعي، حقوقي، کلتوري او عرفي اړخه څېړلې او پر پرېکړه یې ښکېلو غاړو رضایت ښودلی دی. 

د دې شخړې د حل په غونډه کې د خوست، پکتیا او پکتیکا والیانو، د ځينو ولسوالیو ولسوالانو، له ګیانخېلو او بوريخېلو ورها خوا د منګلو، تڼیو او ځينو نورو قومونو علماوو، مخورو، مشرانو او د کوچیانو قومي استازو هم ګډون کړی و.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه