خانهافغانستانغزني کې د چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی 

غزني کې د چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی 

د غزني مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه پرون مازدیګر مهال د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند «نوغي» کلي کې شوې ده. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ماشومانو په یوې زړې مرمۍ لوبې کولې چې چاودنه رامنځته شوې او دوه ماشومان ځای پرځای مړه شوي دي.

د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې له امله ټپيان شوي ماشومان د امنیتي ځواکونو له لوري د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي او وژل‌ شوي ماشومان یې کورنیو ته سپارل شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې همداراز د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ په «میر حسن» کلي کې پر یوې ۱۲ کلنې انجلۍ یوه ناچاوده مرمۍ چاودلې او ټپي شوې ده.

د سرچینې په وینا چې د دې نجلۍ روغتیايي وضعیت اوسمهال د ډاډ وړ ښودل شوی دی. 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د زړو مرمیو او ناچاوده توکو د چاودنې له امله لسګونه ماشومانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د یادولو ده چې اوسمهال هم د هېواد په ډېرو سیمو کې زړې مرمۍ او ناچاوده توکي شته چې وخت ناوخت د هېوادوالو د مرګ‌ژوبلې لامل کېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه