خانهنړۍد سریلانکا په دوو زندانونو کې د تاوتریخوالي له امله درې بندیان...

د سریلانکا په دوو زندانونو کې د تاوتریخوالي له امله درې بندیان وژل شوي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د سریلانکا په دوو زندانونو کې د ګډوډۍ او تاوتریخوالي له امله درې بندیان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۴ نور ټپیان دي.

رویټرز نن(شنبه، د اګسټ ۸مه) راپور ورکړی چې د سریلانکا د عامه امنیت وزیر اناندا ویجپالا د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته ویلي، دغه ګډوډۍ او تاوتریخوالی چې د پنجشنبې ناوخته د کولمبو په «نیو مګزین» زندان کې پیل شوې وه یو بندی پکې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

له دې سره په یوې جلا پېښه کې چې له پلازمېنې شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې د «کوروویتا» په زندان کې شوې، دوه بندیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

همداراز له کولمبو شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د «نګومبو» په یوه پرانیستي زندان کې هم له ناکراري وروسته له هغه مهار شوه چې پولیسو د معترضو بندیانو د خورولو لپاره اوښکې‌بهونکی ګاز وکاراوه. هغه بندیان چې د زندانونو بامونو ته ختلي یا پرانیستو ساحو ته وتلي وو، بېرته خپلو اړوندو برخو ته لېږدول شوي دي.

د سریلانکا د عامه امنیت وزیر ویلي، اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی او امنیتي اندېښنه نشته.

 لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښایي د دغو پېښو تر شا له مخکې پلان او د ورانکارۍ هڅه موجوده وي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د دغه هېواد په زندانونو کې ورته پېښې رامنځه وشې وې چې له امله یې لسګونه بندیان وژل شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه