خانهنړۍایران: د جګړې دوام د «اسرائیل» غوښتنه ده 

ایران: د جګړې دوام د «اسرائیل» غوښتنه ده 

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان وایي چې د دغه هېواد پر وړاندې جګړه د اسرائیل غوښتنه ده، خو ټینګار کوي چې تهران به له خپل اساسي دریځ پر شا نه‌شي.

مسعود پزشکیان ویلي چې د خبرو له لارې د حقونو ترلاسه‌کېدو په صورت کې جګړې ته اړتیا نه‌شته.

بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي چې ایران د نړۍ تر ټولو پرمختللي پوځي ځواک پر وړاندې خپله وړتیا ثابته کړې ده.

عراقچي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مهال ایران له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، او د سیمې هېوادونه هم باید متقابلې همکارۍ ته ور وړاندې شي.

ایراني چارواکو دا څرګندونې داسې مهال کړې چې تازه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې جګړه به ژر پایته ورسېږي.

ټرمپ که څه هم د خپلو مهماتو د کمښت راپورونه رد کړي، خو په وینا یې چې د ایران پر وړاندې د جګړې پرمهال یې د ځینو مهماتو زېرمې محدودې شوې دي.

په ورته مهال د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې د پر مخ تللې او ښايي په دې برخه کې یوه هوکړه ژر وشي.

د یادولو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پایته رسېدو لپاره دا ځل ټول لوري هیله‌من ښکاري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه