د امریکا بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» د برېټانیا بهرنیو چارو له وزیر «اد میلیبند» سره په واشنګټن کې کتلي، او دواړو لوریو د اروپا پر امنیت بحث کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې کتنه کې همداراز د امریکا او برېټانیا د اړیکو پر پیاوړتیا او د ناټو تړون ته پر ګډې ژمنتیا ټینګار کړی دی.
مارکو روبیو له دې کتنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د برېټانیا بهرنیو چارو له وزیر سره يې د اوکراین په اړه هم خبرې کړې دي.
په ورته مهال د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت لیکلي ویلي چې په دې کتنه کې همداراز د اوکراین امنیت د ټولې اروپا لپاره مهم بلل شوی دی.
د اعلامیې له مخې چې «مارکو روبیو» او «اد میلیبند» همداراز اټومي وسلو ته د ایران د نهلاسرسي موضوع هم یاده کړې او په هرمز تنګي کې یې د هر ډول سوداګریزو بېړیو پر خوندي تګ راتګ ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له ایران سره د امریکا د جګړې له پیلېدو وروسته د امریکا او برېټانیا اړیکې هم ترینګلې شوې او د واشنګټن په باور چې برېټانیا د ایران پر وړاندې د جګړې پرمهال له امریکا سره لازمه همکاري نه کوي.


