پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې امریکا او پاکستان د سېشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ترهګرۍ ضد خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. په دغې غونډې کې د ترهګرو ډلو سره د مقابلې او د امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یې خپلې ګډې ژمنې بیا تایید کړې.
د اسلاماباد مېشته ډان ورځپاڼې په وینا، دا خبرې اترې د امریکا د ترهګرۍ ضد همغږۍ کوونکي ګریګوري لوګریف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي نبیل منیر په مشرۍ ترسره شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو هیوادونو د اوسني ګواښ په اړه نظرونه تبادله کړل، د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لارې چارې وپلټلې، او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا او د هغو شبکو د ګډوډولو په اړه یې بحث وکړ چې ترهګرۍ ته اسانتیا برابروي.
په اعلامیه کې په ځانګړي ډول داعش-خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، او د بلوچستان د ازادۍ پوځ او د هغې ملګري د سیمهییز امنیتي ګواښونو په توګه یاد شوي دي.
دواړو هېوادونو د هغو سازمانونو سره د مقابلې لپاره په خپلو ګډو هوډ ټینګار وکړ چې د اتباعو امنیت او سیمهییز ثبات ګواښي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم اعلان وکړ چې دواړو خواوو د سیمهییزو او نړیوالو ترهګریزو ګواښونو په اړه پراخې خبرې اترې کړې او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د ژورولو ژمنه یې کړې ده.
دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې پاکستان له جدي داخلي امنیتي ننګونو سره مخ دی او د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ اړوند تاوتریخوالی زیات شوی دی.


