په سویل هلمند ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي د امریکا متحده ایالاتو د سمندري قواوو لوړپوړو چارواکو دغه ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د امنیت، د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو، او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د هلمند والي حيات الله حيات د امریکا د سمندري ځواکونو له منشي ریچارډ ښاغلي سپینسر او د مرینو ځواکونو عمومي قومندان جنرال رابرټ نیلر سره د یوې ناستې پر مهال د هلمند ولایت پر عمومي وضعیت هر اړخیزې خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده ناسته، چې په شوراب پوځي اډه کې ترسره شوه، پکې د ۵۰۵ بست زون قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل، د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال برید جنرال ترین، د ملي امنیت ریس تورن جنرال یاسین خان او هلمند کې د مرینو ځواکونو مسولینو ګډون درلود.

هلمند والي ددې ناستې پر مهال پدې ولایت کې د جګړې پر ابعادو، دوام، شته فرصتونو او د موجوده ستونزو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وې ویل: چې د تېر کال په پرتله افغان ځواکونه پر دښمن برلاسي او هغوئ يې په تېښته کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د امنیتي ساحو پراخوالي او خونديتوب په اړه هلمند والي حيات الله حيات یو لړ ځانګړي وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړلې.

د امریکا د مرینو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیلر د هلمند له رهبرۍ او امنیتي ځواکونو مننه وکړه او په تیرو څو میاشتو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې يې د پام وړ وبللې.

هغه وویل د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتيژۍ پر بنسټ به د غلته د مرینو ځواکونو حضور، وضعیت ته په کتو زیاتوي او ژمن دي، چې اوږه پر اوږه به د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.

جنرال نیلر زیاته کړه، چې لا هم ډېر نور کار ته اړتیا ده چې باید وشي، د امنیتي ساحو پراختیا او خوندیتوب، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړې کول، د حکومتولۍ او بیارغونې کارونو زیاتول او ورته نورې هغه کړنې دي چې پام باید ور زیات شي.