خانهنړۍسریلانکا کې مرګوني سېلابونه او ځمک‌ښویېدنې؛ نږدې درې‌نیم زره کسان خوندي سیمو...

سریلانکا کې مرګوني سېلابونه او ځمک‌ښویېدنې؛ نږدې درې‌نیم زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي 

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې په سریلانکا کې تر سخت ورښت وروسته د سېلابونو او ځمکې‌ښويېدنې له امله اووه کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي. 

د الجزیرې خبري شبکې په راپور کې راغلي چې د دغو طبیعي پېښو پرمهال د احتمالي زیانونو څخه د ژغورل‌کېدو په خاطر نږدې ۳ زره ۵۰۰ کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي. 

په راپور کې راغلي چې د ځمکې‌ښویېدنې له امله دوه کورونه په بشپړه توګه نړېدلي، او همداراز سېلابونو شاوخوا ۱۳۵ نورو کورونو ته زیان رسولی دی.

د راپورونو له مخې چې دا سېلابونه تر ډېره د سریلانکا په غرنیو سیمو کې راغلي او ښايي مرګ‌ژوبله زیاته شي. 

بلخوا د سریلانکا هواپېژندنې ادارې هلته په راتلونکو ورځو کې هم د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.  

سریلانکا یو له هغو هېوادونو دی چې وخت ناوخت پکې موسمي ورښتونه خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي. 

د ویلو ده چې په اسیا کې دا ډول خونړي او مرګوني ورښتونه تر ډېره د اقلیمي بدلون پایلې بلل کېږي. د اقلیم بدلون سترې پایلې، بې‌وخته خونړي ورښتونه، زلزلې، او سختې وچکالۍ بلل کېږي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه