د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې په هلمند ولایت کې ۱۳۵۰ کیلوګرام اومان کشف او له منځه وړل شوي دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا اومان د هلمند ولایت په «بغني» ولسوالۍ کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کشفي عملیاتو پرمهال ترلاسه شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې چې د دغو توکو په تړاو یو کس نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او هېچا ته به د دغو توکو د کښت، قاچاق، استعمال او نور کاروبار اجازه نه ورکول کېږي.
د یادولو ده چې په تېرو څو کلونو کې په نشهيي توکو د لسګونه زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.


