خانهنړۍد قطر بهرنیو چارو وزارت په «سوات» کې وروستۍ چاودنه غندلې   

د قطر بهرنیو چارو وزارت په «سوات» کې وروستۍ چاودنه غندلې   

د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خیبر پښتونخوا په «سوات» کې د پاکستاني پولیسو پر مرکز هغه برید غندلی چې پرمهال یې ۱۷ کسان ووژل شول او له ۴۰ ډېر نور ټپیان شول. 

په اعلامیه کې راغلي چې قطر د دې چاودنې له امله د وژل‌شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي، او دا ډول بریدونه غندي. 

د قطر بهرنیو چارو وزارت دا ډول غندنې ته د ترهګرۍ او جنایي کړنو پر وړاندې د خپل ثابت دریځ نوم ورکړی دی. 

تېره یکشنبې د خیبر پښتوخوا په «سوات» کې د پاکستاني پولیسو پر مرکز د چاودنې له امله ۱۷ کسان ووژل شول او له ۴۰ ډېر نور ټپیان شول.

د سوات پولیسو هغه چاودنه «ځانمرګی برید» بللی او ویلي یې چې په وژل‌شویو کې ۷ او په ټپيانو کې ۱۸ پاکستاني پولیس شامل دي.

په راپورونو کې د پاکستاني پولیسو په حواله راغلي چې د هغه ځانمرګي برید له امله لس ملکي وګړي وژل شوي او نهه ملکیان ټپيان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت «تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي» ومانه.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې بمي چاودنې، ځانمرګي بریدونه، وسله‌والې نښتې او هدفي وژنې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه