خانهافغانستاند «تاریخ‌تېر توکو» د پلور په اړه د خلکو اندېښنې؛ ننګرهار کې...

د «تاریخ‌تېر توکو» د پلور په اړه د خلکو اندېښنې؛ ننګرهار کې دوه ټنه بې‌کیفیته درمل راټول شوي

په هېواد کې له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکو د پلورل‌کېدو په اړه د هېوادوالو د اندېښنو په دوام، عامې روغتیا وزارت ویلي چې په ننګرهار کې دوه ټنه له نېټې تېر درمل راټول شوي دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا درمل د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو له لوري د جلال‌اباد ښار دویمې ناحیې اړوند سيمو کې د درملو عمده پلورنځیو څخه څارنې پرمهال راټول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې راټول‌شوي له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل د له منځه‌وړلو لپاره ټاکل‌شوي ځای ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم هېوادوال په بازارونو او درملتونونو کې د تاریخ‌تېر/ بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکو له پلورل‌کېدو شکایت کوي او له اسلامي امارت غواړي چې دې برخې ته لا جدي توجه وکړي. 

دوی وایي چې ځینې درمل پلورونکي د درملو د نه‌شتون له وجې په خلکو له نېټې تېر توکي پلوري، په داسې حال کې چې ډېری هېوادوال د درملو په نېټه نه پوهېږي.

همداراز ځینې هېوادوال بیا په بازارونو کې، په ځانګړې توګه د لویو لارو پر سر جوړو پلورونځیو کې د تاریخ‌تېره توکو له پلورل‌کېدو شکایت کوي او د دې کار د جدي مخنیوي غوښتنه کوي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه