خانهافغانستاند خوست په «ګربزو» کې نږدې ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

د خوست په «ګربزو» کې نږدې ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

د ا.ا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د مرکزي زون د امارتي غصب‌شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۵۱ جریبه ځمکه د اسنادو او مدارکو له بررسۍ وروسته ټول امارتي تثبیت کړې ده. 

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا ځمکه د ګربزو ولسوالۍ په «باړې کلي» کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب‌شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه.

سرچینې لیکلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه‌ په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

“یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.“

عدلیې وزارت همداراز لیکلي چې د یادې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دا ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه