خانهافغانستانزابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۹ کسان ټپیان شوي

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۹ کسان ټپیان شوي

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۹ تنه ټپیان شوي او د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا ریاست ویلي، پېښه دوشنبه (د زمري ۱۲مه) د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د قلات ښار اړوند د باکورزو په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ۵۸۰ ډوله بس موټر چپه شو.

د معلوماتو له مخې، ټول ټپیان د بیړنیو روغتیايي خدمتونو له لارې زابل ولایتي روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

روغتیايي چارواکي وایي، د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی، خو د درېیو کسانو حالت نسبتاً د اندېښنې وړ بلل شوی او ښايي د اړتیا په صورت کې د لا تخصصي درملنې لپاره کندهار ته ولېږدول شي.

د زابل ولایتي روغتون روغتیايي کارکوونکو د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ټپیانو د ژغورنې او درملنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي دي.

د پېښې اصلي لامل تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی او اړوندې ادارې یې په اړه څېړنې کوي.

دا په داسې حال کې  ده چې زابل امنیې قوماندانۍ په دغه پېښه کې د ۱۶ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی او د پېښې د رامنځ ته کېدو علت یې د موټرچلوونکې ګړندی تګ ښودلی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه