خانهنړۍواشنګټن کې د اور لګېدو له امله بیړنی حالت اعلان شوی

واشنګټن کې د اور لګېدو له امله بیړنی حالت اعلان شوی

د امریکا رسنیو راپور ورکړی، چې د واشنګټن په سپوکن کې شاوخوا ۶۰ زره خلکو ته د لویې کچې د اور لګېدو د ګواښ له امله د وتلو امر شوی دی.

رویټرز تېره ورځ (یکشنبه، د اګسټ ۳مه) د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړ چې اورلګېدنې ۶۰۰ جوړښتونه د کورونو او سوداګرۍ په ګډون ویجاړ کړي دي.

د سپوکن د اور وژنې مشر ټام ویلیامز رویټرز ته وویل چې د سپوکن سیمې اور، چې درې جلا اورونه پکې شامل دي، د تخلیې امرونو لاندې سیمې ګواښوي.

د یکشنبې تر ورځې پورې، اورونو ۵،۳۹۰ جریبه (شاوخوا ۲۱۸۰ هکتاره) سوځولې ده. چارواکو د یکشنبې په ماښام په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د سپوکن ښاروال لیسا براون دا پېښه “تر ټولو بد طبیعي ناورین چې زموږ سیمه ورسره مخ شوې ده” وبلله. شاوخوا ۱۰ زره برښنایي پیرودونکي هم له برښنا پرته پاتې شول.

د دغه ایالت چارواکي وايي چې په واشنګټن ایالت کې له ۲۵ زره جریبه (شاوخوا ۱۰۱ زره هکتاره) څخه زیاته سوځي.

د واشنګټن والي باب فرګوسن د یکشنبې په ورځ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړې او د فدرالي بیړني مدیریت ادارې (FEMA) څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. والي په ټول ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه