د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، نورستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له والي قاري زین العابدین عابد، نورو مسؤلینو، د شهیدانو له وارثینو، قومي مشرانو او دیني علماوو سره په ناسته کې د وروستیو سېلابونو له امله د شهیدانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د پارون ولسونو ته بشپړه رسېدګي وکړي.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم نن دوشنبه، د زمري ۱۲مه ویلي، په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د پارون ولسونو ته د تسلیت ویلو ترڅنګ د سېلابځپلو کورنیو لپاره د څه باندې اووه میلیونه افغانیو نغدي مرسته د نورستان مرستیال والي ته وسپارله.
د نوموړي په خبره، د نورستان مرستیال والي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته ښه راغلاست ووایه او د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه یې هراړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي ډاډ ورکړ چې یادې مرستې به په شفاف ډول سېلابځپلو کورنیو ته ورسول شي.
په پای کې د پارون د ولسونو په استازیتوب د قومي او ځوانانو شوراګانو رئیسانو نورستان ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سفر هرکلی وکړ او سېلابځپلو ته یې د مرستو د برابرولو له امله مننه څرګنده کړه.
دوی د نورستان ولایتي ادارې د غوره رهبرۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې ولایتي ادارې په سختو شېبو کې د خپلو ولسونو ترڅنګ ودرېده او یاده پېښه یې په ښه ډول مدیریت کړه.
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله په پارون کې پر ١٥٠٠ سېلابځپلو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ د نږدې ١٠ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي مرستې وېشل شوې دي، خو لا هم زیانمنې کورنۍ ډېرو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.


