نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې وسلهوالو کسانو د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د سوکوتو ایالت په یوه کلي کې د شپې په برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژلي او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان یې تښتولي دي.
د رویټرز په وینا، بریدګر د شنبې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د لاجینګ کلي ته ننوتل او د یکشنبې تر سهار شاوخوا ۳ بجو پورې یې پر اوسېدونکو برید وکړ.
یوه اوسېدونکي رویټرز ته وویل چې د بریدګرو له خوا د دوی کور ته د اور اچولو وروسته د یوې کورنۍ شپږ غړي ژوندي وسوځول شول.
د کلي یو اوسېدونکي عوال حسن وویل: “دوی لږترلږه ۱۲ کسان ووژل، څلور نور یې ټپیان کړل او ښځې او ماشومان یې د ډېرو څارویو له غلا کولو وروسته یرغمل کړل. “
باید وویل شي چې دغه سیمه په وار وار ډول د “غلو” په نوم پېژندل شویو وسلهوالو ډلو لخوا په نښه شوې چې په کلیو برید کوي، اوسېدونکي د تاوان لپاره تښتوي او څاروي غلا کوي.
د سوکوتو پولیسو وویل چې دوی د برید په اړه څېړنه کوي. دا پېښه یوه اوونۍ وروسته له هغه وشوه چې په ګاونډي زمفارا ایالت کې لږترلږه ۲۴ بزګران ووژل شول.


