سیمهییزې سرچینې وایي چې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د رېزو سیمې بورخېلو قوم او د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د ګیانخېلو قوم ترمنځ د غره پر سر له تېرو څلورو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده.
د سرچینو په وینا چې په دې نښته کې دواړه لوري سپکې او درنې وسلې کاروي، خو تر اوسه د اوښتې مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
بلخوا د خوست د والي وياند، مستغفر ګربز خامه پریس ته ویلي چې سيمې ته ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه رسېدلي او دا مهال وضعيت عادي دی.
هغه زیاته کړې، د دواړو ولایتونو د والایانو په ګډون د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو له لوري د ستونزې د حل هڅې پیل شوې دي.
د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د جګړې پر مهال د ګیان ولسوالۍ د ګلۍ کلي کې دوه کورونه د توپونو په ډزو ویشتل شوي دي.
د غره پر سر دا اوږدمهاله لانجه د دواړو قومونو ترمنځ له تېرو ۸۰ کلونو راهیسې روانه ده، چې د سرچینو په وینا، تر اوسه پکې له دواړو لورو شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې سیمې ته افغان ځانګړي ځواکونه رسېدلي، څو د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی کنټرول او د جګړې د دوام مخه ونیسي.
تراوسه دغو نښتو کې د مرګژوبلې په اړه معلومات نهدي ورکړل شوي.


