خانهافغانستاند کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی مالدووا ته سفر کړی 

د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی مالدووا ته سفر کړی 

د ا.ا کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال، صدراعظم عثماني په مشرۍ پلاوی مالدووا ته سفر کړی دی. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي همکاریو د پیاوړتیا په چوکاټ کې ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال د اګست له دویمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي د سفر اساسي موخه د بوټو ساتنې، د آفتونو د مدغم مدیریت، د فیرومون ټکنالوژۍ، کرنیزو څېړنو، د سوداګریزو بڼونو د مدیریت او د افغانستان او د مالدووا جمهوریت ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا ده.

“په دغه پلاوي کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د کرنې او مالدارۍ د مرستیال سلاکار مولوي ګل حضرت حماد او د افغانستان د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د اساسي او توافقي څېړنو رییس ډاکټر محمد رفیع باوري شامل دي.”
د کرنې او مالدارۍ وزارت لیکلي چې د سفر په ترڅ کې پلاوی د مالدووا جمهوریت د کرنې او خوړو صنعت وزارت له مشرتابه او اړوندو مسؤلینو سره رسمي لیدنې او تخنیکي غونډې ترسره کړي. په دغو غونډو کې به د کرنیزو همکاریو د پراختیا، کرنیزو څېړنو، نوښتونو، د نباتاتو د ساتنې، د عصري کرنیزو ټکنالوژیو او ګډو علمي پروګرامونو د پلي کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه