خانهافغانستانکاپيسا کې غلا شوي نږدې ۵۰ زره امریکايي ډالر بېرته خپل مالک...

کاپيسا کې غلا شوي نږدې ۵۰ زره امریکايي ډالر بېرته خپل مالک ته سپارل شوي

کورنیو چارو وزارت وایي چې په کاپیسا ولایت کې غلا شوي ۴۹ زره ۵۰۰ امریکايي ډالر بېرته د امنیتي ځواکونو له لوري اصلي مالک ته سپارل شوي دي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو ریاست مرستیال، رحیم الله بریال په اېکس‌ لیکلي چې امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پرمهال د یادو پیسو د غلا په تړاو درې کسان نیولي هم دي.

نوموړي لیکلي چې دغو کسانو د دغو پیسو په غلا کې لاس درلود، او غلا شوې پیسې هم د امنیتي ځواکونو له لوري بېرته اصلي مالک ته سپارل شوې دي.

د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې د خلکو د مال او ځان د خوندیتوب، د جرمونو د مخنیوي او د مجرمینو د نیولو په برخه کې به خپلې هڅې په جدي توګه روانې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هرات په اسلام‌کلا کې یو کس د سلګونه زره امریکايي ډالرو د قاچاق په تړاو نیول شوی و.

د مسوولینو په وینا چې هغه کس غوښتل چې یادې پیسې ایران ته قاچاق کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه