د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران او د سیمې د یو شمېر هېوادونو په غوښتنه یې د ایران پر ضد د پلان شوي برید له لغوهکولو سره موافقه کړې ده.
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه لیکلي چې د برید پلان په دې خاطر لغوه شوی چې ایران به سمدستي یوه هوکړه کوي او هرمز تنګی به په بشپړه توګه پرانیستل کېږي.
ډونالډ ټرمپ امریکا په له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د پوځي چمتووالي له اړخه بېسارې بللې، خو په وینا یې چې اوسمهال د سیمې هېوادونو ترې غوښتي چې د ایران پر وړاندې هر ډول برید وځنډوي.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې دا هوکړه به د هرمز تنګي سمدستي، بشپړ او بېقید و شرط پرانیستل او د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول رانغاړي.
ډونالډ ټرمپ همداراز لیکلي چې د نړۍ د راتلونکو ګټو او د یوه بریالي او هوسا ایران د بقا لپاره یې د برید له لغوه کولو سره موافقه کړې، خو دا به یوازې هغه وخت عملي شي چې ژر تر ژره وروستۍ هوکړه وشي.
د ایران او امریکا ترمنځ جګړه له تېرو څو اوونیو راهیسې پیل شوې او دواړو لوریو یو د بل پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.


