بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د اوکراین پر پلازمېنه «کييف» د روسیې د تازه بریدونو له امله نهه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.
په راپورونو کې د اوکرایني چارواکو په حواله د روسیې د دغو بریدونو له امله اوکراینانو ته اوښتې مرګژوبله تایید شوې چې ماشومان هم پکې شامل دي.
ویل کېږي چې له دغو بریدونو وروسته د کيیف ښار په «سولومیانسکي» ولسوالۍ کې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.
اوکرایني چارواکو د روسیې دا بالستیک، توغندیز او ډرون بریدونه غندلي او دا یې د ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د روسیې له لوري په اوکراین کې د عامې خلکو مرګژوبله لوړه شوې چې د اوکرایني چارواکو په وینا، په ډېرو بریدونو سره د عامې خلکو استوګنیزې ودانۍ په نښه کېږي.
د اوکراین او روسیې پر جګړې کلونه اوړي، چې تر دې دمه زرګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي، او همداراز تر اوسه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند کومې نښې نه لیدل کېږي.
په ورته مهال د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو وخت ناوخت د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوربند لپاره هڅې کړې، خو لا یې هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.


