خانهافغانستاند افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار  

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار  

د افغانستان برېښنا د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، عبدالحق همکار او د اوزبیکستان د وزیرانو شورا د تخنیکي مقرراتو ادارې رییس «اکمل جومانظروف» سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي. 

د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې دا ښاغلي همکار دا لیدنه د تنخیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان د سفر په ترڅ کې کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د برېښنا سکټور د تخنیکي معیارونو، د ازمایښتي لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو، د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت لیکلي چې افغان پلاوي همداراز له پرمختللو لابراتوارونو، د معیار عیارول (Calibration)له مرکزونو او د برېښنايي تجهیزاتو د ازمایښت له پروسو څخه لیدنه کړې، او ښاغلي همکار د افغانستان برېښنا شرکت د ازمایښتي تجهیزاتو د نړیوالو معیارونو مطابق د معیار عیارول(Calibration)، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د عصري ګرځنده (Mobile) لابراتوارونو د رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. 

بلخوا د اوزبیکستان لوري د برېښنا شرکت د تخنیکي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د تجهیزاتو د معیار عیارول(Calibration)، تخصصي روزنیزو پروګرامونو او د ګرځنده لابراتوارونو د برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه