خانهنړۍ"د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې له تېرو دریو ورځو راهیسې...

“د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې له تېرو دریو ورځو راهیسې ۳۰ لاریونوال وژل شوي”

پر بشري حقونو څار بنسټ (HRF) د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاریونوالو پر ویشتل‌کېدو اندېښنه ښودلې، او له پاکستاني حکومت یې غوښتي چې د لاریونوالو له ځپلو لاس واخلي. 

د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ۳۰ سوله‌ییز لاریونوال په ډزو وژل شوي دي.

د HRF په راپور کې راغلي چې پاکستاني حکومت دې د اعتراضونو پر وړاندې زورزیاتی پای ته ورسوي، د ګرځنده مخابراتو بند شوي خدمتونه دې بېرته فعال کړي او د زور د هر ډول ناقانونه کارونې په تړاو شفافه او قانوني حساب ورکونه یقیني کړي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ همداراز ټینګار کړی چې د سوله‌ییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډکې لارې د منلو نه دي او د هغو کسانو پر وړاندې باید قانوني چلند وشي چې د دغو پېښو مسوولیت لري.

په وروستیو کې د پاکستاني پوځ له لوري د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د سوله‌ییزو لاریونوالو وژل پیل شوي او تر دې دمه لسګونه لاریونوال وژل شوي او لسګونه نور نیول شوي دي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه