خانهافغانستانمهاجر فراهي: د پاکستان پوځي رژیم له پیله تر اوسه له افغانانو...

مهاجر فراهي: د پاکستان پوځي رژیم له پیله تر اوسه له افغانانو سره دښمني پاللې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، مهاجر د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي چې ا.ا په تېرو پنځو کلونو کې سیاسي، اقتصادي، دفاعي او امنیتي لاسته‌راوړنې لري.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي فراهي همداراز ویلي چې د زمري۲۴مې د نمانځلو پر مهال دې سیاسي شنونکي د تېر «شل کلن اشغال» پرمهال د ترسره شویو ظلمونو او وحشتونو په اړه بېلابېلې خپرونې وړاندې کړي.

نوموړي همداراز ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو سیاسي شنونکو پوره ملاتړ کوي او سیاسي شنونکي باید د پاکستان پوځي رژیم حقیقي څهره هېوادوالو او نړیوالو ته وښایي، ځکه په وینا یې چې د پاکستان پوځي رژیم له جوړېدو تر اوسه له افغانانو سره دښمني پاللې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې دغه راز په ټولیزو رسنیو د څار رییس، مولوي صفي رائد او د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد هم اسلامي امارت د نړۍ په کچه بې‌مثاله اسلامي نظام بللی دی.

د یادولو ده چې په دې غونډه کې ځینو سیاسي شنونکو هم د وینا پرمهال ډاډ ورکړی چې د سیاسي خپرونو له لارې د اسلامي نظام، هېواد او ولس دفاع او ولسونو ته د حقایقو رسول یې وجداني مسوولیت دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه