په مالیزیا کې د ا.ا سرپرست سفیر، نقیب الله احمدي د اسلامي فکر او تمدن په اتم نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی او له یو شمېر چارواکو سره یې ناستې کړې دي.
د اسلامي امارت سفارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دغه کنفرانس د مالیزیا د پیراک ایالت په ایپوه ښار کې ترسره شوی او د یاد ایالت سلطان، د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیال سربېره یو شمېر دولتي چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو علماوو او علمي شخصیتونو پکې گډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت سرپرست سفیر د کنفرانس په څنډه کې د یاد ایالت له پاچا ښاغلي سلطان نذرین معز الدین شاه، د لومړي وزیر مرستیال او د لوړو زدهکړو له وزير سره هم کتلي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د علمي اړیکو، دوهاړخیزو همکاریو او نورو بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
په مالیزیا کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر، نقیب الله احمدي تر دې مخکې هم په بېلابېلو نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې ګډون کړی و.
د یادولو ده چې اسلامي امارت که څه هم له روسیې پرته تر اوسه د نړۍ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ډېرو هېوادونو سفارتونه د اسلامي امارت استازو ته سپارل شوي، او د دوی له لوري اداره کېږي.


