پرون د فرانسې پاریس ښار په «پورت دو کلیشی» سیمه کې یو کس په دریو ښځو د چاقو برید کړی او درې واړه ټپیانې شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي چې په ټپيشویو ښځو کې د یوې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په راپور کې د پولیسو له قوله راغلي چې بریدګر نیول شوی او په دې اړه څېړنې ترې پیل شوې دي.
تر اوسه د دې پېښې د لامل او انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې دا ډول پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې دي.
څو ورځې مخکې د جرمني په برلین کې یو کس د خلکو په ګڼېګوڼې موټر ور وستلی و چې له امله یې یو کس مړ او ۱۶ نور ټپيان شوي وو.
د راپورونو له مخې چې دغه کس د «همجنسبازانو» یوه ډله په موټر وهلې وه او ۱۶ کسان یې ټپيان کړي وو.
بلخوا پولیسو ویلي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي او عاملین به ژر تر ژره د قانون منګولو ته سپارل کېږي.


