نن(دوشنبه، د جولای ۲۷مه) د میوند د تاریخي جګړې ۱۴۶مه کلیزه ده. دا جګړه د جولای په ۲۷مه په سخته ګرمي کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د افغان-انګليس دوهمه ترمنځ و. په دې جګړه کې د تلفاتو کره شمېر نامالوم دی او تاريخ ليکونکي هم په يو نظر نه دي، خو د تاريخ له پاڼو په اخيستنې چې ۷۰۰ افغانان او ۱۳۰۰ انګريزي يرغلګر ځواکونه پکې ووژل شول.
د دې جګړې له برکته کندهار بېرته له افغانستان سره بېرته یو ځای شو او د انګرېزانو دوهمه جګړه پای ته ورسېده .دغه جګړه په ۱۸۸۰ ميلادي کال کې د ميوند په ولسوالۍ کې پېښه شوه.
نګرېز پوځ د نومبر ۲۱ مه د ډونالډ سټوراټ په مشرۍ پښين ته داخل شو او د اپرېل په لومړۍ نېټه يې اعلان وکړ، چې کندهار له افغانستان څخه جلا شو او شيرعلي د مهر دل خان زوی يې خپل والي وټاکه.
د کندهار ټولې سیمې د انګرېزي پوځ له خوا ساتل کېدې. دا مهال په ټول هېواد منجمله کندهار کې د انګرېزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کې وو چې د انګلیس- افغان دوهمه جګړه بلل کېږي .
په دې جګړه کې د افغان پوځ مشري غازي ایوب خان کوله چي د امیر شیرعلي خان زوی و.
د ایوب خان په مشرۍ افغان ځواکونو د میوند په جګړه کې برېټانیوي پوځ ته سخته ماتې ورکړه.
ملاله څوک وه؟
ملالۍ په ۱۸۶۱ کې د کندهارد میوند سيمې په «خیګ» کلي کې د یو شپون په کور کې وزېږېده، ملاله د نولس کاله وه چې په ۱۸۸۰ کې د انګریزانو او پښتنو ترمنځ یو خونړۍ جګړه وشوه.
د میوند په جګړه کې نږدې وه چې افغان پوځ ماته وخوري، خو په دې وخت کې ملاله ميوندۍ د خپلې لوپټې نه بيرغ جوړ کړي د جګړې میدان ته ورشي او دا حماسي ټپه وایي:
خال به د يار له وينو کېږدم
چې شينڪي باغ کې ګل ګلاب وشرموينه
که په میوند کې شهید نه شوې
خدايږو لالیه بیننګۍ ته دې ساتینه
د دی ټپې په اورېدو د افغان پوځ وينه کې جوش راغی او وتوانېدل چې انګرېز پوځ ته شرمونکې ماتې وکړي.
پر دی غزا کې ملاله میوندۍ، پلار او لېور یې درې واړه شهیدان شول.د ملالې ميوندۍ مزار په افغانستان کې دی چې ډېر خلک يې زیارت ته ورځي.
میوند جګړې په اسیا کې د انګرېزانو استعماري پای پیل کړ، او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني تامین کړه.


