د افغان-ازبک سوداګریز فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراخولو په هدف ترسره شو، چې په پایله کې یې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو د استازو ترمنځ د ۲۰۰ میلیون ډالرو څخه زیاتو ارزښت لرونکي ۲۲ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
په دې فورم کې د افغانستان د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف، یو شمېر وزیرانو، والیانو، د سکتوري خونو چارواکو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو سلګونو غړو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي او د پانګونې لپاره د نویو برخو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې د کابل او تاشکند ترمنځ اقتصادي اړیکې د پرمختګ په لاره کې دي او هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم پنځه میلیارد ډالرو ته لوړول دي.
نورالدین عزیزي په افغانستان کې د پانګونې لپاره په موجوده ظرفیتونو هم ټینګار وکړ او په اقتصادي پروژو کې یې د افغان او ازبک پانګوالو د زیاتې ونډې اخیستنې غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې شاوخوا ۱۰ زره ټنه افغان پنبه ازبکستان ته په ازمایښتي ډول صادر شوې او هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان څخه ۱۰۰ زره ټنه نور پنبه واخلي.
له بلې خوا، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف افغانستان د پراخ اقتصادي ظرفیت لرونکی هېواد وباله او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د نویو ټرانزیټ لارو د جوړولو، د غوره تعرفو د برابرولو، د توکو د لیږد چټکولو او د لوژستیکي مرکزونو د پراختیا په څېر اقدامات په پام کې نیول شوي دي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې پراختیا موندلې، چې تمرکز یې د ټرانزیټ، انرژۍ، کرنې، کانونو او پانګونې سکتورونو باندې دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ اقتصادي فورمونه د پانګونې فرصتونو معرفي کولو او د دواړو خواوو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو لپاره د یو پلیټ فارم په توګه ترسره کیږي.
په داسې حال کې د تفاهم نوي یادداښتونه لاسلیک کیږي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د اقتصادي همکارۍ د زیاتوالي له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او د خصوصي سکتور د پراخ حضور لپاره اساس چمتو کړي.


